ایکنانیوز په کوالالامپور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له قوله راپور راکړ، د ۲۰۲۴کال د رانیا جایزې د ډالۍ کونکي دستورې د تیرې جمعې په ورځې په دغه ښار کې د ملایشیا د لومړي وزیر د میرمنې،د میرمنو کورنیو او د ټولنیزو چارو د وزیرې ، د ملایشیا د ټوریزم او کلتور د وزارت دمرستیالانو، په ملایشیا کې ددیره ډيپلوماټانو او داسلامی هیوادونو د یو شمیر میلمنو په شتون سره ترسره شوې. په دغو دستورو کې د ملایشیا د لومړي وزیر دمیرمن په لاس د رانیا جایزه د اسلامی نړۍ ۱۴ غوره میرمنو ته ډالۍ شوې .
د ملایشیا د لومړي وزیر ماندنې میرمن وان عزیزه په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د جایزې ګټونکو ته دمبارکۍ په وئيلو سره د کورنۍ د بنیاد او اقتصاد په پیاوړي کولو کې د میرمنو پر اساسی رول ټينګار وکړ او په ملایشیا کې ئې د میرمنو دلازیات کارکسب د رامینځةکولو لپاره د خپل هیواد دحکومت ځيني پروګرامونه هم بیان کړل.
هغې ووئيل، ددغه کانګرس ترسره کیدا د نړیوالو لپاره په اسلامی نړۍ کې د میرمنو د حقیقي وضعیّت په باب یو روښانه پیغام لیږي.
پر میرمن ډاکټر تاج آبادي سربیره ، د نیجریه ،سنګال، بحرین ،متحده عربی اماراتو، سنګاپور اوملایشیا هیوادونو څخه ۱۳میرمنو دغه جایزې ترلاسه کړې. دغه ټوله جایزه ګټونکي میرمنې پخپلو هیوادونو کې د بریالیو اقتصادي فعالانو او د کار کسب رامینځةکونکو برخه دي .
دغه کانګرس په کال کې یو ځل ترسره کیږي ، له د ې مخکې کانګرس هم په ۲۰۱۹کال کې ترسره شوی ؤ.
د پوهنتون استاذه میرمن ډاکټر مریم تاج آبادي ،د ؛تک ژن ؛ شرکت مدیره او د تهران د تجارتي کوټې د سلامتیا اقتصاد دکمیشن مرستیاله ده .